ققنس

 

ققنس


 د الله تعالى په مخلوقاتو کښې د تعجب نښي نښانې شته کوم چي په ناياب ناياب شکلونو کښې د عبرت لپاره موجود دي انکار تري
.نه شي کيدى

-:موسیقار مارغه -


موسیقار مارغه یؤ خیالی مارغه دے چې په عربۍ کښې ورته ققنس، سنسکرت کښې دیپک لاټ، یونانۍ کښې فینقس، په پارسۍ کښې اٰتش زن، او په پښتو کښې ورته ټيټاری وئیل يا کېږي

-:ققنس ,مرغ اتش,موسيقار-


ققنس يوه مرغۍ ده۔ دا د شاعرانو مرغۍ ده۔ وئيلے شي چې سندرې وائي ۔په مښوکې کښې ئې درې سوه شپېتۀ سورې وي۔د هر سوري نه ئې بېل بېل راګ راوځي۔ عمر ئې زر کاله وي۔ د نورو مرغانو غوندې جوړه نۀ لري۔ کله چې د زرو کاله شي بيا په ځنګل کښې ډېر لرګي او خشاک راجمع کړي او بره پرې کښېني۔ په مختلفو راګونو کښې نغمې وائي۔ د يو سوري نه ئې ديپک راګ راوځي۔ په دې سره په خشاک اور اولګي۔ په دغه اور کښې دغه مرغۍ هم وسوځي او ايره ايره شي۔ څۀ وخت پس په دغه ايرو باران وشي او په دغه ايرو کښې يوه اګۍ پيدا شي او بيا دغسې بله مرغۍ ‌ترې راووځي۔ دغه سلسله دغه شان روانه وي۔ شاعرانو هم د ققنس مرغۍ ذکر په شعرونو کښې کړې دے۔

زۀ ققنس له خپله سوزه چې جليا شم
چې ايرې شم په ايرو کښې راپيدا شم۔
(عبرالراحيم مجزوب)

لکه ققنس اول ټپه شم بيا ايره ايره شم
دا خودسوزي دا حرارت په ما کښې وړانډې نۀ وۀ
قيصر افريدي

ما ژوندون د محبت له اوره بيا موندۀ 
ځکه سوزم په اختيار لکه ققنس

چې ققنس غوندې په څپلو نغمووسوه
دا سينه د يوۀ عاشق ده رباب نۀ ده

په نغمو مې خلق خاندي زۀ پرې سوزم
اور له خپله تنه اخلم موسيقار يم

د خپله تنه مې اور واخېست
لکه ققنس په جاله شنه لوخړه شومه

تېرے ہونٹو پہ فدا باغ ارام کی کلیاں
تیری اواز پہ قربان ہزاروں ققنس
حاوی مومن آبادی

ليک 
احمد يوسفزی

Comments

Popular posts from this blog

Iran’s Nuclear Drive Sparks Regional Confrontation with Israel

How Saudi-Iranian Rivalries Fuel Conflict in Kurram

Shadow Of Terror: Decoding ISIS's Role in Russian Bloodshed