ققنس
ققنس د الله تعالى په مخلوقاتو کښې د تعجب نښي نښانې شته کوم چي په ناياب ناياب شکلونو کښې د عبرت لپاره موجود دي انکار تري .نه شي کيدى -:موسیقار مارغه - موسیقار مارغه یؤ خیالی مارغه دے چې په عربۍ کښې ورته ققنس، سنسکرت کښې دیپک لاټ، یونانۍ کښې فینقس، په پارسۍ کښې اٰتش زن، او په پښتو کښې ورته ټيټاری وئیل يا کېږي -:ققنس ,مرغ اتش,موسيقار- ققنس يوه مرغۍ ده۔ دا د شاعرانو مرغۍ ده۔ وئيلے شي چې سندرې وائي ۔په مښوکې کښې ئې درې سوه شپېتۀ سورې وي۔د هر سوري نه ئې بېل بېل راګ راوځي۔ عمر ئې زر کاله وي۔ د نورو مرغانو غوندې جوړه نۀ لري۔ کله چې د زرو کاله شي بيا په ځنګل کښې ډېر لرګي او خشاک راجمع کړي او بره پرې کښېني۔ په مختلفو راګونو کښې نغمې وائي۔ د يو سوري نه ئې ديپک راګ راوځي۔ په دې سره په خشاک اور اولګي۔ په دغه اور کښې دغه مرغۍ هم وسوځي او ايره ايره شي۔ څۀ وخت پس په دغه ايرو باران وشي او په دغه ايرو کښې يوه اګۍ پيدا شي او بيا دغسې بله مرغۍ ترې راووځي۔ دغه سلسله دغه شان روانه وي۔ شاعرانو هم د ققنس مرغۍ ذکر په شعرونو کښې کړې دے۔ زۀ ققنس له خپله سوزه چې جليا شم چې ايرې شم په ايرو کښې را...